د اروپا د اتلانو لیګ؛ لیورپول او ریال مادرید لوبډلې سیالي لري

د لیورپول او ریال مادرید لوبډلې نن شپه د اروپا د اتلانو د لیګ په پایلوبه کې د سیالۍ ډګر ته ننوځي.
دا لوبه په سیمه ایز وخت د شپې په نهو بجو د پاریس د فوټبال په لوبغالي کې پیلېږي.
ریال مادرید تراوسه ۱۳ ځلې او لیورپول ۶ ځلې د دې لیګ اتلولي ګټلې ده.
په پام کې وه، چې د اروپا د اتلانو د لیګ پایلوبه د روسیې په سانت پیټرزبورګ ښار کې ترسره شي خو پر اوکراین د روسیې د برید وروسته دا لوبه په پاریس کې پلان شوه.