د نړيوال بانک سروې: افغانستان کې د ژوند شرايط لا پسې سخت سوي دي.

Nov 23, 2022 - 18:32
 2
د نړيوال بانک سروې: افغانستان کې د ژوند شرايط لا پسې سخت سوي دي.

د نړیوال بانک یوه تازه سروي ښېي، چې په افغانستان کې د ژوند شرایط لا هم سخت دي او د دې هېواد دوه په درې برخه اوسېدونکي په سختۍ سره د اړتیا وړ توکي ترلاسه کوي، چې خواړه هم په‌کې شامل دي.

د کونړ اوسېدونکی احمد شاه چې د خپلې لس کسیزې کورنۍ یوازینی ډوډۍ ګټونکی دی وایی، په وروستیو کې د کارونو نشتوالي له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ کړی دی.

نوموړی وايي: " کارونه نه‌شته،د کار زمینه خلکو ته برابره نه‌ده، د خوراکي توکو نرخونه لوړ شوي دي، مخکې به د یوې کورنۍ درې، څلورو کسانو دنده درلوده، خو خلکو دندې له لاسه ورکړي او زیات شمېر کورنۍ یو کس ته ور ترغاړه دي."

دی له نړیوالې ټولنې غواړي، چې له افغانانو سره مرستې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ له پیل راهیسې په دې هېواد کې د ژوند شرایط سخت، بې‌کاري او بې‌وزلي زیاته سوې ده.

تازه نړیوال بانک په یوه اعلامیه کې په دې اړه د خپلې کړې سروې پایلې شریکي کړې دي.

په سروې کې موندل سوي چې، په افغانستان کې د ژوند شرایط اوس هم سخت دي او د دې هېواد دوه په درې برخه اوسېدونکي په سختۍ سره د اړتیا وړ توکي ترلاسه کوي، چې خواړه هم په‌کې شامل دي.

سکون راډیو