لښکرګاه ښاروالۍ: خدمات د ښاروالۍ او ساتنه یې د ولس کار دی.

Feb 3, 2023 - 19:41
Feb 3, 2023 - 20:17
 23
لښکرګاه ښاروالۍ: خدمات د ښاروالۍ او ساتنه یې د ولس کار دی.

نن د هلمند ولایت لښکرګاه ښاروالۍ له لوري د ښاروالي په وړاندي د ښاریانو مکلفیتونو په هکله د عامه یوه لویه غوڼده ترسره سول چي پکښي حکومتي مسولینو،د ګذر وکیلانو، د مشورتي بورډ غړو او ګڼ شمیر د لښکرګاه ښاریانو ګډون درلوده.

د لښکرګاه ښاروال احمد سعید انصاري د وینا پر مهال د غونډي برخوال ته وویل چي خدمات د ښاروالۍ او ساتنه یې د ولس کار دی هغه د لښکرګاه ښاریانو څخه غوښتنه وکړل ترڅو له ښاروالۍ سره همکاره پاتي سي او د چاپیریال په پاک ساتلو کې خپلي هڅي ونه سپموي.

غونډه کې د ځوانانو چارو آمر عبدالباري حنظه ډاډ ورکړ چي د ښاروالۍ ترڅنګ ولاړ دی او ټولو چارو کې ورسره پوره همکار دی.

د هغه په ټکو ځوانان د ملي پروګرامو او پروسو په مخته وړلو کې اساسي رول لري او باید له همدي رول څخه یې ګټه واخیستل سي.

بل لور ته بیا یو شمیر د غوڼدي براخوالو د لښګرګاه ښاروالۍ د هڅو مننه وکړل او له خلکو یې وغوښتل چي پر وخت خپل مالیات ورکړي ترڅو راتلوونکي کې ښاروالۍ یو لړ رغنیز کارونه ترسره کړي همدا شان دې غونډه کې د لښګرګاه ښاروالۍ  د راتلوونکو پلانونو او کړنو په اړه هم هر اړخیز معلومات وړاندي سول.

هلمند کې داسي  مهال د لښګرګاه ښاروالۍ له لوري د ښاروالۍ په وړاندي د ښاریانو د مکلفیتونو په اړه د عامه پوهاوی غونډه ترسره کیږي چي دې وروستیو کې یو شمیر ښاریان د ښاروالۍ له لوري د لوړو ټکسونو څخه شکایتونه کوي.

حافظ احمد نصرت

سکون راډيو