لښکرګاه ښار کې څلويښت پلچکونه د ۲۲نیم میلیونه افغانیو په ارزښت ګټی اخیستنی ته وسپارل سوه .

Sep 14, 2022 - 19:31
Dec 10, 2022 - 18:18
 20
لښکرګاه ښار کې څلويښت پلچکونه د ۲۲نیم میلیونه افغانیو په ارزښت ګټی اخیستنی ته وسپارل سوه .

نن چهارشنبه د ۱۴۰۱هـ - ش کال د سنبلی د میاشتی ۲۳ نیټه هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د ۴۰ پلچکونو پروژه په اته ناحیو کې تر بشپړیدو وروسته د لښکرګاه ښاروالۍ ته د ګټی اخیستنۍ لپاره وسپارل سول.

یادو پلچکونو پروژه د یو ان اچ سی ار په مالی لګنښت او د اکرو یا د افغانی ټولنی د روغتیا او بیا رغوني موسیسی د انجینرانو لخوا د ۲۲نیم میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړ او ګټې اخستنی ته وسپارل سول.

د یادې پروژی د ګټی اخیستنی پدی غونډه کې د لښکرګاه ښاروالۍ مرستیال مولوی نیک محمد امتی د یادو موسیساتو څخه د مننی تر څنګ وویل: زموږ جنګ ځپلو سره باید موسیسات رغنیزی مرستی وکړی او د نورو موسیساتو څخه یې هم د همکارۍ غوښتنه وکړه ترڅو د بیارغوني برخه کار وکړي.

د یادې پروژی په تړاو د لښکرګاه ښاروالۍ د انجینرۍ عمومی مدیر انجینر عباس زیرک وویل : یاد پلچکونه اته ګونو ناحیو کې جوړ سویدی چي  لښکرګاه ښاروالۍ  تري رضایت لری او ډيره یې کارونه په معیاري ډول سره مخته تللي دي.

د ښارجوړونی ریس معتصم مولوی د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه :موږ خوښ یو چی موسیسات راځی او د امارت د اصولو مطابق اجرات ترسره کوی نوموړي پر هلمندی ولسونو ږغ وکړ چی راسی اتفاق وکړو او د دې فرصت څخه ګته واخلو.

د غونډی په جریان کې د اکرو موسیسی ولایتی مسؤل عبدالولی صفا وویل : موږ دوه میاشتی مخکی د ۴۰ پلچکونو پروژه راپیل کړی وه چی ۲۲نیم میلیونه افغانی لګښت یې درلود او مالی برخه کې یو ان ایچ سی ار په غاړه اخیستی وه او نن یې چاري تر بشپړیدا وروسته لښکرګاه ښآروالي ته وسپارل سوي.

د لښکرګاه ښآر اوسیدونکی بیا د یادی پروژی څخه خوښ دی او وایی چی اوس ټول موټر چلونکی او ښاریانو ته اسانیتاوي رامنیځته سوي  او غوښتنه یې وکړل چي داسي رغنیزي پروژي باید زیاتي سي.

هلمند کي داسي مهال شاوخوا د ۴۰ پلچونو د رغوني چاري بشپړي سوې چي ښاریان او موټر چلوونکو تری به باربار شکایتونه کول او پر لویو لارو او ښار کي یې د دپلچکونو د جوړولو غوښتنه کول.

محمد اسماعیل وفا

سکون راډیو