ملګري ملتونه: افغانستان د هغو هېوادونو نوملړ کې دی چې ډېر وګړي یې کډوال دي.

Dec 20, 2022 - 13:12
 9
ملګري ملتونه: افغانستان د هغو هېوادونو نوملړ کې دی چې ډېر وګړي یې کډوال دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (یو اېن اېچ س‍ي آر) وايي، افغانستان د نړۍ په کچه یو له هغو هېوادونو دی، چې ډېر وګړي یې ګډوال سوي دي.

د یو اېن اېچ سي آر په یوه رپوټ کې د ۲۰۲۲ کال لومړیو شپږو میاشتو د اجباري بې ځایه شویو وضعیت ارزولی سوی.

په دغه رپوټ کې راغلي: "د ۲۰۲۲ کال د جون میاشتې تر پایه د نړۍ په کچه ۱۰۳ میلیونه خلک خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړل سوي دي."

زور زیاتی، جګړه، تاوتریخوالی، او له بشري حقونو سرغړونه هغه عوامل یاد سوي چې ګڼ کسان یې کډوال کړي دي.

افغانستان پکې یو له هغو هېوادونو یاد سوی، چې زیات شمېر خلک یې اړ سوي نورو هېوادونو ته کډوال سي.

د دغه رپوټ له مخې، د ۲۰۲۲ کال تر نیمايي پورې ټوله نړۍ کې په هرو ۷۷ کسانو کې ۱ کس په جبري ډول بې ځایه سوی، چې دا شمېر د یوې لسیزې پخوا پرتله دوه برابره زیات دی.

۲۰۲۱ کال کې دغه شمېر په ۱۶۷ کسانو کې ۱ کس یاد سوی وو.

یو اېن اېچ سي آر اندېښنه څرګنده کړې چې د بې ځایه شویو خلکو دا شمېر به نور هم لوړ سي.

دغه سازمان همدا راز د شخړو او جګړې پر هوارۍ ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې"د مخنیوي لپاره یې پیاوړې سیاسي هڅې بېړنۍ اړتیا ده."

د یو اېن اېچ سي آر له لوري په خپور سوي رپوټ کې د کډوالو او پناه غوښتونکو کوربه هېوادونو ته هم اشاره شوې او ویل سوي چې، د ۲۰۲۲ کال تر نیمايي پورې ترکیه د ۳،۷ میلیونه کډوالو کوربه و چې په نړۍ تر ټولو زیات شمېر وو.

داسې حال کې چې کولمبیا بیا د ۲،۵ میلیونه کډوالو په کوربتوب دویم او جرمني د ۲،۲ میلیونه کډوالو کوربه هېواد په توګه د نړۍ درېيم هېواد په ګوته سوی.

او ورپسې پاکستان دی چې د ۱،۵ میلیونه کډوالو کوربتوب کوي.

په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته یو ځل بیا ګڼې کورنۍ په ځانګړي ډول لوستي او با تجربه کسان له هېواده ووتل چې ډېر یې لوېدیځ هېوادونو او امریکا ته پناه وړې.

ملګرو ملتونو په دې اړه په یوه تازه راپور کې ویلي، د روان میلادي کال له پیل راهیسې نژدې ۷۲۸ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان بېرته افغانستان ته ستانه سوي دي.

یو اېن اېف پي اې پرخپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې له جنورۍ تر تېر اکتوبر میاشتې له ایرانه تر ۶۶۱ زره ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ګرځېدلي دي. خو روښانه نه ده چې دغه کسان په خپله خوښه ستانه سوي او که په زور ګرځول سوي دي.

همدا راز یې په دغو نهو میاشتو کې له پاکستان افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو شمېر ۶۶ زره او درې سوه ښودلی دی.

د افغانستان سره پر پوله دې دوه هېوادونو کې د افغان کډوالو شمېر نژدې شپږو ميلیونو ته رسېږي. او په دې دواړو هېوادونو تور دی چې له کډوالو سیاسي استفاده کوي.

د بښنې نړيوال سازمان په یوه تازه راپور کې چې پرون خپور شو ویلي چې په پاکستان کې افغان کډوال له توپيري چلن سره مخ دي.

سکون راډیو