ملګري ملتونه: په نړۍ کې هر کال تر اوو سوه زرو ‌ډېر کسان ځانوژنه کوي

Sep 11, 2022 - 20:04
 25
ملګري ملتونه: په نړۍ کې هر کال تر اوو سوه زرو ‌ډېر کسان ځانوژنه کوي

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په نړۍ کې هر کال تر اوو سوه زرو ‌ډېر کسان ځانوژنه کوي.

دغه سازمان پرون شنبه چې د سپټمبر لسمه د ځانوژنې د مخنیوي نړیواله ورځ وه، په یوه اعلامیه کې د ځانوژنې د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په کار ده ټول خلک په عملي اقدام سره نورو وګړو ته هیله ورکړي او په دې ډول د ځانوژنو د پېښو په مخنیوي کې مرسته وکړي.