نن سې شنبه د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د میلاد له نیټې سره برابره ده
نن سې شنبه د۱۴۴۳ د ربیع الاول ۱۲ مه د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د میلاد له نیټې سره برابره ده.
حضرت محمد (ص) څه باندې څوارلس سوه کاله وړاندې په داسې وخت کې وزیږېد چې نړۍ د جهل اوج ته رسیدلې وو او خلک په خورا زیات بدعت او ناسمو کارونو بوخت وو.
حضرت محمد صلي الله علیه وسلم چې د وړکوالی نه په نیکو او ښو اوصافو مشهور و؛ په څلویښت کلنۍ کې په پیغمبرۍ مبعوث شو او د عمر تر پایه یې خلک د خدای عبادت؛ نیکو اخلاقو او هغو کارونو ته رابلل چې د دوی د خوشبختۍ سبب کیږي.
حضرت محمد (ص) ۶۳ کاله عمر وکړ او خپل امت ته یې د ښه او غوره ژوند کولو لپاره اسلام بیان کړ.
حضرت محمد (ص) په ۶۳۲ میلادي کال له نړۍ نه رحلت وکړ؛ تاریخ پوهان او دیني عالمان د هغه رحلت هم په همدې ورځ یعنې د ربیع الاول په دولسمه نېټه ښیي.
د نړۍ په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې د حضرت محمد د زوکړې په مناسبت مراسم او د قران ختمونه نېول کېږي او د افغانستان په شمول په ځينو کې بیا عمومي رخصتي هم وي.