هلمند:د ښوونځیو زده کوونکي د درسي کتابونو له کموالي سر ټکوي.

May 29, 2022 - 19:06
 26
هلمند:د ښوونځیو زده کوونکي د درسي کتابونو له کموالي سر ټکوي.

هلمند کې د ښوونځیو زده کوونکي د درسي کتابونو له کموالي سر ټکوي ، او مسولین هم دا ستونزه مني . پداسي حال کې چې په هلمند کې د تعلیمي کال څو وروستۍ ورځي پاته دي خو بیا هم د کتابونو د کموالي شکایتونه راپورته کیږي او وايې دې چاري يې په درسي بهیر منفي اغیز کړی دی. دوي زیاتوي چې د تعلیمي کال په جریان کې يې د یادي ستونزي د حل لپاره په خپل شخصي لګښت کتابونه پيرلي دي.

 پر همدې محال د ښوونځیو ښوونکي هم یاده ستونزه مني او وايې چې په تدریسي بهیر کې د کتابونو کموالی یوه لویه ننګونه ده.

دا ستونزی مود هلمند ولایت د معارف ریس محمد عوض انصاري مخته کښېښودلې ؛ هغه وايې چې یاده ستونزه سته خو موږ به ډیر ژر هڅه وکړو چې دا ستونزه حل کړو.دده په وینا په تیرو نهو میاشتو کې له لومړي تر دوولسم ټولګيو پوري زده کوونکو لپاره اووه لکه پنځلس زره او شپږ څلویښت جلده درسي کتابونه را انتقال سوي او غواړو تر څو په نیږدې راتلونکي کې د هلمند ټولو ولسوالیو ته درسي کتابونه انتقال او پر زده کوونکو يې وویشو.

یاده دې وي چي په تیرو کلونو کې هم زده کوونکو په ځلونو د درسي کتابونو له کموالي شکایت کړی او دا ستونزه يې په درسي بهیر کې یو لوی خنډ یاد کړی.