هلمند میشتي خبریالان: له رواني او اقتصادي ستونزو ځوریږو.

Oct 29, 2023 - 21:39
 25
هلمند میشتي خبریالان: له رواني او اقتصادي ستونزو ځوریږو.

د هلمند ولایت یو شمیر خبریالان وایی چي تیرو وختونو کي دومداره نا امنیو او شخړو له رواني پلوه ځپلي دي اوس کي وختونو کي چي ډيریو خبریالانو خپل کار ځایونه له لاسه ورکړي دي او بي دندي سوي له اقتصادي ستونزو کړیږي.

دوی وایی اقتصادي او رواني ستونزي یې  ورځ تر بلي ډیریږي چي ددې حالت دوام به د ژورنالیزم د مسلک راتلوونکي له ننګونو سره مخ کړي .

هلمند کي د افغان خبریالانو د خوندیتوب ولایتي استازي وایی چي تازه یې د رواني ناروغیو د مخنیوي او خبریالانو د سالمي روغتیا په پاره روزنیز پروګرامونه پیل کړي دي.

روغتیا پالان رواني ناروغیو د رامنځته کیدو لپاره بیلابیل عوامل په ګوته کوي خو ټینګارکوي چي په رواني ناروغي اخته کس د سالمو سلا مشورو په مټ ژر رغیدلي سي او خپل عادي ژوند ته ستون کیدلي سي.

هلمند کي داسي مهال یو شمیر خبریالانو له رواني او اقتصادي ستونزو شکایتونه کوي چي تازه دې ولایت کي د ګڼ شمیر خبریالانو لپاره د افغان خبریالانو خوندیتوب کمیټي له لوري روزنیز پروګرام  پیل سوی دی.

حافظ احمد نصرت

سکون راډیو