هلمند کي ږغ راډیو خپل لسمه کلیزه ولمانځل.

Sep 12, 2023 - 15:09
 34
هلمند کي ږغ راډیو خپل لسمه کلیزه ولمانځل.

هلمند کي ږغ راډیو خپل لسمه کلیزه ولمانځل.

تیره ورځ دوشنبه د سنبلې شلمه نیټه هلمند کي د ږغ راډیو د لسمي کلیزي په پار د یادي راډیو په انګړ کي شانداره مراسیم نیول سوي وه.

دي مراسیمو کي د رسنیو د مسؤلینو تر څنګه هلمند میشتو شاعرانو او لیکوالان هم ګډون کړی وو.

جوړي سوې غونډي ته د ږغ راډيو مسول وویل: چي دوی له سختو اقتصادي ستونزوسره سره هم خپلو فعالیتونوته دوام ورکړی او په خبره یي چي دولت دي په دې برخه کي د دوی ملاتړ وکړي.

دې مراسیمو د سکون رسنیز ګروپ مسول وویل:چي رسنۍ په ټولنه کي مهم رول لري او د خپل دې مهم رول په لرولو سره یې ټولنه کي یو بدلون رامنځته کړي دی.

دنوموړي په خبره کلونه وړاندې ټولنه او اوسنۍ ټولنه که چیري سره پرتله سي نو د لوی بدلون شاهدان به اوسو چي دا ستر بدلون په ټولنه کي د همدې رسینو له برکته دی.

جوړي سوې غونډي ته شاعرانو او ترانه ویوونکو هم خپل شعرونو واورول او یاد مراسیم یي نو هم رنګین کړل.

هلمند کی ږغ راډیو داسې  دا مهال خپله لسمه کلیزه لمانځي، چي په تیرو دوو کلونو کي د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کي ګڼ شمیر سیمه ایزي رسنیو د اقتصادي ستونزو له امله خپل فعالیتونه درولي اورډیرۍ کارکوونکي یي بې دندي سوي.

کرم خان سمسور

سکون راډیو