هلمند کې برمې ته لویدلی ماشومې انجلۍ خپل ژوند له لاسه ورکړ.

نن چهارشنبه ۱۴۰۱ هـ ش کال د سنبلې د میاشتی ۳۰ نیټه د هلمند ولایت نادعلی ولسوالۍ د شنې جامع په سیمه کې د شهیدانو د هدیری سره یوه ماشومه انجلۍ د کورنۍ د نه پاملرنی او د برمې د سر د نه پټولو په صورت کې خپل ژوند له لاسه ورکړ .
دا پېښه نن سهار د ۹ بجو په شاوخوا کې رامنځته سو موږ هم د پیښي دڅرنګوالي په موخه یادي سیمي ته ولاړو ترڅو معلومه کړو چي ولي اکثریت وخت ماشومان ژورو څاګانو ته لویږي کله چي سیمي ته رسیږو وینوچي دهلمند ولایتي اداري له لوري تخنیکي ټیم سیمي ته رسیدلي وو ترڅو برمي ته لویدلي دري کلنه ماشومه انجلي وژغوري.
دماشومې انجلۍ برمې کې پاتی کیدل ۵ ساعته دوام وکړ او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لخوا د انجینرۍ تخنیکې ټیم په هڅو یاده د ماشومه د برمی څخه راویستل سوه او د تر ایمرجنسي روغتون پوری رسیدو په حال کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د یادي سیمي اوسیدونکو د سکون راډيو سره د خبرو پر مهال وویل ؛ چی اکثره د کورنیو مشران په خپلو ماشومانو پام نکوی او د خپلو برمو سرونه نه پټوی نو لدې کبله یې د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کیږی او ژورو څاه ګانو ته لویږي.
بل لور ته بیا د هلمند ولایت د والي ویاند او د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر مولوی محمد قاسم ریاض پیښه سکون راډیو ته تایید کړه او زیاته یې کړه څو ورځی وړاندی هم ورته پیښه په کجکی ولسوالۍ کې رامنیځته سوي وه.نوموړي یادونه وکړل چي د کورنیو چارو د وزارت د رالیږل سوي مکتوب سربیره چي خلکو ابلاغ سوی هم دی ورته پیښي رامنځته کیږي ده له خلکو غوښتنه وکړل چي د خپلو ماشومان ساتني ته پاملرنه وکړي او د څاه ګانو سرونه خلاص پرینږدي.
هلمند نادعلي ولسوالۍ کي داسي مهال یوه دري کلنه ماشومه برمي ته لویدلي او وروسته یې ژوند له لاسه ورکړ چي څو ورځی وړاندي د هلمند کجکي ولسوالۍ خنجکک سیمه کي هم یو ه پنځه کلن ماشوم ژوري څاه ته تر لویدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ.
محمد اسماعیل وفا
سکون راډیو