هلمند کې د باران موسیسي له لوري روغتیایي مراکزو سره د ۶۳ قلمه طبي توکو د مرستي د ویش لړۍ پیل سوه.

Jan 24, 2022 - 21:15
Jan 24, 2022 - 21:17
 18
هلمند کې د باران موسیسي له لوري روغتیایي مراکزو سره د ۶۳ قلمه طبي توکو د مرستي د ویش لړۍ پیل سوه.
هلمند کې د باران موسیسي له لوري روغتیایي مراکزو سره د ۶۳ قلمه طبي توکو د مرستي د ویش لړۍ پیل سوه.

هلمند کې د باران موسیسي له لوري روغتیایي مراکزو سره د ۶۳ قلمه طبي توکو د مرستي د ویش لړۍ پیل سوه.

باران موسیسې مسئول ښاغلي ډاکتر حاجي محمد وویل ، یاد درې شپیته ۶۳ قلمه طبي او غیر طبي اجناس د هلمند ټولو ولسوالیو او روغتیایي مرکزونو ته ورکول کېږي. چې د روغتیا اړوند هر ډول توکو علاوه دېرش ۳۰ عرادې موترسېکلان هم پکښې شامل دي. هغه په ځانګړي ډول د موسی قلعه،بغني،باغران،ګرشک او هزارجفت د پنځو غټو روغتیایي مرکزونو یادونه وکړه چې دهغو لپاره د الترساوند،ایکسرې،اندسکوپي،اې،سې،جي.ECG او همدارنګه د عملیات خانې د اړینو توکو او نورو ډول ډول اړینو او قیمتي ماشینونو او اجناسو بندبست سوی دی.

ښاغلي حاجي محمد د باختر خبري اژانس ته وویل چې د هلمند په تاریخ کې دا لمړی ځل دی چې د یو موسیسې له خوا د هلمند د روغتیایي مراکزو سره په يو ځل او په دومره غټ تعداد او ارزښت مرسته ترسره کېږي. نوموړي زیاته کړه چې یاد توکي به ډېر ژر د هلمند وټولو روغتیایي مرکزونو ته ورسېږي چې وروسته به یې هره میاشت د نظارت او تعقیب چاري د ګډ هیئت له لوري تر سره کېږي. ترڅو وتوانېږو یاد توکي په ښه ډول مراقبت او سالمه ګټه ورڅخه واخیستل سي.

یاده دې وي چي پدې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو برخو کې روغتیایې کارکوونکو د طبي توکو له نشتوالي شکایتونه کړي.