هلمند کې د حکومت او رسنیو ترمنځ د همږغۍ ناسته ترسره سول.

هلمند کې د حکومت او د رسنیو د همږغۍ ناسته ترسره سول چي پکښې د ولایت مقام، امنیه قوماندانۍ، د اطلاعاتو فرهنګ ریاست، د رسنیو مسولینو اوګڼ شمیر خبریالانو ګډون کړي وو.
غونډه کې د ولایت مقام مطبوعاتي مسول مولوی محمد قاسم ریاض وویل: دا یو نیک اقدام دی چي د حکومت او د رسنیو ترمنځ د همږغۍ ناسته ترسره کیږي او په وینا یې چي داسي ناستو ته به دوام ورکوي ترڅو دا همږغي لا پیاوړي سي.
هلمند کې خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ولایتي استازي عبدالله حقمل د غونډي برخوالو ته د رسنیو، خبریالانو او سیمه اییزو حکومتي ادارو ترمنځ د همږغۍ طرزالعمل وړاندي کړ ترڅو همدي ولایت د طرزالعمل مطابق د رسنیو او حکومتي چارواکو ګډه کمیټه تشکیل سي.
د هلمند ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ځلاند حقاني هلمند کې د رسنیو او خبریالانو څخه خوښي وښودل او زیاته یې کړلد هلمند ولایت د امنیه قوماندانۍ د خبر رسوني او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د خبریالانو او د رسنیو سره همږغي دي او هڅه کوي تر څو وخت په وخت له خبریالانو سره همږغي اووسي.
بل لورته بیا هلمند کې د رسنیو مسولینو او آزادو خبریالان د یاد طرزالعمل په جوړیدو خوښي وښودل اوپه وینا یې اوس د دغه طرزالعمل په جوړیدو سره به دوي له هیڅ ډول ستونزي سره نه مخ کيږي ځکه اوس هلمند کې د حکومت او رسنیو د همږغۍ طرزالعمل جوړ او شرایط یې واضیح دی او راتلوونکي به د رسینو او حکومتي چارواکو ترمنځ د همږغي ناستي لا ډیري سي او که چیري په رسنیزه برخه کي ستونزي رامنځته کیږي همدا جوړ سوي کمیټه به ورته رسیدنه کوي.
هلمند کې داسي مهال د حکومت او رسنیو مسولینو او خبریالانو ترمنځ د همږغۍ ناسته ترسره سول چي تازه یې د رسنیو،خبریالانو د ستونزو د حل په موخه ولایتي کمیټه تشکیل کړل چي وړاندي یو شمیر نورو ولایتونو کي هم جوړي سوي وي.
محمد اسماعیل وفا
سکون راډیو