په ننګرهار ولایت کې د کبانو روزنې فارمونه تر پخوا ډېره سوي او اوس په پراخه کچه کبان روزل کېږي، چې دې ولایت لپاره بسنه کوي.

Feb 3, 2023 - 16:25
 16
په ننګرهار ولایت کې د کبانو روزنې فارمونه تر پخوا ډېره سوي او اوس په پراخه کچه کبان روزل کېږي، چې دې ولایت لپاره بسنه کوي.
‏د ننګرهار د کانال رياست وایي، چې په دې ولایت کې د کبانو روزنې فارمونه تر پخوا ډېره شوي او اوس په پراخه کچه کبان روزل کېږي، چې دې ولایت لپاره بسنه کوي.
د ياد رياست رييس غلام الرحمن کظيم وایي، اوس مهال یې په شاوخوا ۵۵۰ جریبه ځمکه د کب روزنې فارمونه جوړ کړي او د ځینو یې د ابادۍ چارې دوام لري.
‏کظیم زیاتوي: «د ننګرهار د کانال اړوند په ۵۵۰ جریبه ځمکه مو شرکتونو ته ورکړې چې ماهیان پکې وروزل سي.»
د ننګرهار کانال رياست د کب روزنې مسوول بلال قريشي وایي کانال اړوند د کبانو د روزنې هغه فارومونه چې دوه کاله وړاندې جوړ سوي وو، په لومړي ځل یې درې ټنه کبان بازار ته وړاندې کړي دي.
سکون راډیو