په نړیوالو لوبو کې د افغانستان د ګډون ځنډول غوښتل سوي دي.

Dec 6, 2022 - 16:14
 10
په نړیوالو لوبو کې د افغانستان د ګډون ځنډول غوښتل سوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، تر څو چې ا.ا افغان ښځو او نجونو ته د سپورټ اجازه نه وي ورکړې د المپیک نړیواله کمېټه دې په نړیوالو سپورټي سیالیو کې د افغانستان ګډون وځنډوي.

د بشري حقونو دې ادارې تېره شپه همداراز وویل چې د المپیک نړیواله کمېټه باید په دې اړه پرېکړه د خپل اجراییه بورډ په راتلونکې غونډه کې وکړي.

ټاکل سوې ده چې د المپیک نړیواله کمېټه نن سې شنبه د سویس په لوزان کې غونډه وکړي.

سکون راډیو