د افغانستان او ایران ترمنځ د صادراتو او وارداتو وروستۍ کچه اعلان سوه.

Dec 6, 2022 - 16:20
 7
د افغانستان او ایران ترمنځ د صادراتو او وارداتو وروستۍ کچه اعلان سوه.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، په تېرو ۶ میاشتو کې افغانستان ایران ته د ۵ میلیون ډالرو صادرات او د څه باندې درې سوه پنځوس میلیون دالرو واردات لرل.

د دغه وزارت پر اساس، ایران ته د افغانستان اکثره صادرات وچه مېوه او پنبه ده، خو له ایران څخه یې د ۳۵۱ میلیون ډالرو په ارزښت تېل او خوراکي مواد وارد کړي دي.

چارواکو پرون ویلي وه، په پلان کې لري چې افغانستان ته د ایران په وارداتو کې زیاتوالی راولي.

چارواکې وايي، هغه وخت رارسېدلی چې له ایران سره اقتصادي راکړه ورکړه زیاته سي او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت او ټرانزیټ په برخو کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه هم کړې ده.

سکون راډیو