په نیمروز ولایت کې د اکسیجن د تولید دستګاه ګټې اخیستني ته وسپارل سوه

Jan 30, 2022 - 18:48
Jan 30, 2022 - 18:53
 30
په نیمروز ولایت کې د اکسیجن د تولید دستګاه ګټې اخیستني ته وسپارل سوه

د باختر اطلاعاتي آژانس د راپور پراساس، نن په نیمروز ولایت کې د اکسیجن د تولید دستګاه د پټۍ په پریکولو سره رسمأ ګټي اخېستني ته وسپارل سوه.

 د نیمروز والي ملا نجیب الله رفیع وویل، د ورته دستګاو ګټه اخېستنه ولس ته آسانتیاوي رامنځته کوي او روغتیایي خدمات په سهې بڼه وړاندي کیږي. ښاغلي رفیع زیاته کړه، چې دا دستګاه په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۰ د اکسیجن ډبي تولیدوي ورته دستګاه کولایي سي د دې ولایت ستونزي حل کړي.

همدارنګه د نورفارما د شرکت مسؤول انجنیر احمد شاه، وویل: دا دستګاه د ۱۵۰ زره ډالرو په لګښت د کوردید موسسې له لوري تمویل کیدی او کولاي سي په څلوریښت ساعتونو کې ۱۲۰ ‌د ګازو ۴۰ کیلوي ډبي تولید کړي، د انجینر احمد شاه په خبره، دا دستګاه ۹۵ سلنه اتومات کار کوي او یو کال هم ګرنټي لري.

د اکسجین د تولید د دستګاه خونه د پنځو میاشتو په ترڅ کې جوړه سوه او نن رسمأ د ټولو امکاناتو سره د دې ولایت عامي روغتیا ته وسپارل سوه.

یاده دې وي چي د نیمروز په شمول د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو روغتیايي مرکزونو کې د اکسین د کموالي راپورونه ورکړل سوي دي.