د هلمند په بیلابیلو سیمو کې د ترافیکي پېښوله کبله یو تن وژل سوی او ۱۰ نور یې ژوبل کړي.

په هلمند کې د اسلامي امارت چارواکي وایي، دغه ولایت کې د تېرو ۲۴ساعتونو پر مهال په درېیو ترافیکي پېښو کې یو کس مړ سوی او ۱۰ نور ټپیان سوي دي.
هلمند کې د باختر اژانس مدیر مولوی بخت محمد مزمل نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل، تېره ورځ ګرشک، باباجي او نهرسراج ولسوالیو کې ۳ترافیکې پېښې سوي دي.
مزمل وايي: "تېره ورځ ناوخته د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه موټرونه سره جنګیدلي و چې اته تنه یې ژوبل کړي وو، همداراز د باباجي ولسوالۍ په لوی مانده سيمه کې یو رنجر موټر اوښتی چې پرمهال یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان سوي دي، خو په نهرسراج ولسوالۍ کې هم ترافیکې پېښه سوې چې چاته یې زیان نه دی اړولی."
ښاغلي مزمل داونه ویل چې وژل سوی کس طالب وسله وال دی او که ملکي کس.
مولوی بخت محمد مزمل وایي، ټپیان د دغه ولایت بُست او ګرشک ولسوالۍ ایمرجنسي روغتونونو ته د درملنې په موخه وړل سوي او حالت یې د ډاډ وړ ښودل سوی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې دغه ولایت کې په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۳ ترافیکې پېښې رامنځته کیږي، تردې وړاندې ګرشک ـ هرات د لویې لارې ترڅنګ په ګرمسیر او ځینو نورو ولسوالیو کې هم داسې ترافیکې پېښې رامنځته سوي چې خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.