یوناما: ا ا ا باید د خبریالانو نیولو دلیل څرګند کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما وايي، طالبان باید د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د اریانا نیوز شخصي ټلویزیون د دوو 'نیول شویو ' خبریالانو په هکله ولس ته ووايي چې ولې یې نیولي دي.
د یوناما په یوه ټویټر پیغام کې په دې هکله ویل سوي:
''د بیان او رسنیو ازادۍ په هکله اندېښنې ډېرېږي. طالبان باید په عام محضر کې د اریانا نیوز خبریالانو د نیولو دلیل ووايي او د افغانانو د حقونو درناوی وکړي. موږ دغه راز له طالبانو د بې درکه سویو ښځینه فعالانو د ځای ځایګي څرګندولو غوښتنه پرلپسې تکراروو. ''
له دې مخکې د اریانا نیوز خبري شبکې مشر شریف حسن یار ادعا وکړه، چې طالبانو د دوی دوه خبریالان اسلم ایجاب او وارث حسرت ''په بوږنونکي انداز '' نیولي دي.