ارزګان کې تېره میاشت د جنايي جرمونو په تور سل تنه نیول سوي

اسلامي امارت وايي، په تېره یوه میاشت کې په دغه ولایت کې د جنايي جرمنو په تور یې سل کسان نیولي دي.
د ارزګان د امنيه قوماندانۍ وياند اغا ولي قريشي خبر ورکوي چې تازه يې دغه ولایت کې دوه تنه د غلا په تور نیولي دي: "نن سې شنبه مو په اوله حوزه کې ۲ تنه غله نیولي چې د خلکو موټر سایکلان او د کورونو څخه يې زر غلا کړي وو، د اسلامي امارت ځواکونو په تېره يوه مياشت کې ۱۰۰ تنه غله او په جنايي پېښو کې ښکېل کسان نيولي، اوس په ارزګان کې ۹۵ سلنه د جنايي پېښو کچه کمه شوې، هڅه کوو ترڅو نور هم دغه ډول پېښې کمې سي."
قريشي زیاتوي، د تېرو وختونو پرتله اوس د جنايي پېښو او غلاوو کچه ټيټه شوې او هڅه کوي چې نور هم دې برخه کې هڅې زياتې کړي.
هغه کسان د غلا په تور نیول شوي پر خپلو جرمونو اعتراف کوي.
په ورته وخت کې د ارزګان خلک بیا له واکمنو طالب مسولينو غوښتنه کوي چې خلکو ته د کاري فرصتونو په پیدا کولو کې مرسته وکړي، څو د غلاوو او نورو غيرې قانوني کړنو مخه ونيول سي.