هلمند کي د بست خصوصي پوهنتون څخه ۴۳۸ تنه زده کړیالان له څلور پوهنځیو فارع او بري لیکونه پري ویشل سول.

Aug 19, 2022 - 16:42
 32
هلمند کي د بست خصوصي پوهنتون څخه ۴۳۸ تنه زده کړیالان له څلور پوهنځیو فارع او بري لیکونه پري ویشل سول.

نن پنجشنه د ۱۴۰۱ هّـ ش کال د زمري میاشتي په ۲۷ مه نیټه هلمند یو ځل بیا د فراغت غونډې کوربه وو

بست خصوصی پوهنتون په خپل دولسمه دوره فراغت غونډه کي نن ۴۳۸ تنه زده کړیالان چي ۶۵ تنه یې ښځینه وه په څلور پوهنځیو طب،حقوق او سیاسي علومو،اقتصاد او کمپیوټر ساینس پوهنځیو  کي فارغ او بري لیکونه یې پرې وویشل.

نننې فراغت مراسیمو ته ځانګړي چمتوالۍ نیول سوې وو او د حکومتي چارواکو ترڅنګ پکي د پوهنتون استادانو،د زده کړیالانو او د قلم او فکر خاوندانو ګډون کړې وو.

د بست پوهنتون موسیس احمد جان پوپل د فراغت غونډې په پیل کي وویل چي بست پوهنتون د شاوخوا لسو کلنو را پدیخوا هلمند کي تحصلي خدمتونه ټولني ته وړاندي کوي، نوموړي زیاته کړل چي په پوره هڅه او کوښښ سره به د ټولني او هیواد د خدمت په برخه کي هيڅ ډول هلي ځلي ونه سپموی پوپل له ځوانانو او فارغه زده کړیالانو وغوښتل چي د ټولني د رغوني او خلکو ته دخدمت کولو په برخه کي هيڅ ډول غفلت ونه کړې،

د لوړ زده کړو وزارت ځانګړې استازي  سیمع الله سعید ټولو فارغ سویو زده کوونکو ته مبارکي وړکړل او زیاته یې کړل چي د همدې زده کړو له ترلاسه کولو وروسته هیله ده خپل ټولني او خلکو د خدمت جوګه سي، نوموړي زیاته کړل چي اوس وخت کي لوړ زده کړي ترلاسه د ټولني یوه اړتیا ده کورنیو او والدینو باید په خپلو اولادونو لوړې زده کړې وکړې نوموړي د بست پوهنتون له اداري مننه وکړل چي د لوړو زده کړو په برخه کي یې ټولني ته معیاري خدمتونه وړاندې کړې دي.

دپوهنتون استاد عبدالودود طراح  بیا سکون راډيو ته وویل چي اوس مهال هلمند کي د لوړو زده کړو برخه معیاري کیدو پر لور روانه ده او ټول خصوصي پوهنتونونه هڅه کوي چي په ښه  کیفیت او ظرفیت سره ټولني ته کار وکړې

بل لور ته بیا له پوهنتونه فارغ زده کړیالانو خوښ دي چي د فراغت جنش لمانځي دوی وایی کلونه کلونه یې همدې ورځي او شیبو ته انتظار ایستلي او په وینا یې د زده کړو په برخه کي یې د کورني ملاتړ د ستایلو وړ دی دوي  له اوسنۍ حکومته د کاري فرصتونو د برابرولو غوښتنه وکړل او زیاته یې چي  ا.آ ورته د کار زمینه برایره کړې.

هلمند کي داسي مهال له بست خصوصي پوهنتونه ۴۳۸ زده کړیالانو فارغ سول چي دې وروستیو کي د خصوصي پوهنتونو  د معیاري زده کړو څخه خلک خوښ او د دوام غوښتنه یې کوي.