په پاکستان کې د وړیا اوړو د ویش پر مهال په ټیل ماټیل کې ۱۱ تنه مړه سوي دي.

Mar 31, 2023 - 20:31
 39
په پاکستان کې د وړیا اوړو د ویش پر مهال په ټیل ماټیل کې ۱۱ تنه مړه سوي دي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، چې اته تنه په خیبرپښتونخوا او ۳ نور د پنجاب په ولایت کې مړه سوي دي.

پاکستان چې د نغدو پیسو د جدي کمښت سره مخ دی، تېره اونۍ یې د روژې په میاشت کې د بې وزلو کورنیو سره د وړیا اوړو ویش په داسې حال کې پیل کړ چې د توکو بیعې دورمره لوړې سوې چې د دې هېواد په تاریخ کې ساری نه لري.

سکون راډیو