چارواکي: ازبکستان افغانستان ته واردېدونکې برښنا سمه نیمه راکمه کړې.

Nov 23, 2022 - 21:39
 13
چارواکي: ازبکستان افغانستان ته واردېدونکې برښنا سمه نیمه راکمه کړې.

داسې مهال چې کابل مېشتي دا شپې او ورځې د برښنا له پرچاوۍ شکایت کوي، د ا.ا تر کنترول لاندې د افغانستان برښنا شرکت مسوولان وايي، له ازبکستان کابل ته د واردېدونکې برښنا جریان سم نیمايي را ښکته سوی دی.

سوړ ژمی، د سون توکو لوړې بیې او د برښنا پرچاوي، هغه څه چې کابل مېشتي یې ځورونکي حالت سره مخ کړي.

د کابل د کارته نو اوسېدونکی ولي وايي، په ټوله شپه او ورځ کې اووه یا هم اته ساعته برښنا لري او هغه هم د تېر په پرتله ډېره ضعیفه ده.

هغه وویل: "برق اوس وخت کې ډېر ضعیف او خراب شوی دی. د شپې یوه بجه راځي او تر سهاره وي، هغه هم کله وي او کله نه وي. مشکلات ډېر دي.

اوس ژمی او یخ هم دی. د لرګیو د اخیستلو وس څوک نه‌لري، دا یو برق وي هغه هم کله وي، کله نه‌."

د کابل یو بل اوسېدونکی روح‌الله هم وايي، ساعتونه ساعتونه برښنا نه‌لري او په سړو خونو کې په تیاره وخت تېروي.

هغه وویل: "یو برښنا نه‌ شته، بل د سون توکو بیې پورته شوي دي. خلک نه‌ سي کولای د کورونو د ګرمولو لپاره سون توکي واخلي."

کابل مېشتي داسې‌مهال د برښنا د کموالي په اړه شکایت کوي چې د ا.ا  تر کنترول لاندې د افغانستان برښنا شرکت عملیاتي رییس صفي‌الله احمدزي پرون رسنیو ته وویل، ازبکستان له تېرو لس ورځو راهیسې افغانستان ته واردېدونکې برښنا سمه نیمه راکمه کړې.

احمدزي وویل: "ازبکستان خپلو تولیدي دستګاوو کې د ستونزې پیدا کېدو له امله موږ ته خبر را کړ، هغه برښنا چې موږ یې له ازبکستان اخلو، له ۴۳۰ میګا واټو ۲۰۰ میګا واټه ته راښکته کوي."

د احمدزي په خبره، که څه هم ازبکستان ژمنه کړې وه چې دا ستونزه به تر درې ورځو حل شي، خو دی وايي، لا تر اوسه حل سوې نه‌ده.

د برښنا شرکت دا هم وايي چې دوی له ازبکستانه د برښنا د کمېدو وروسته، تاجکستان او ترکمنستان سره اړیکه نیولې او هڅه کوي چې رامنځته شوې تشه ډکه کړي.

د ازادي راډیو خبریال د ا.ا  تر کنترول لاندې د افغانستان برښنا شرکت د پروچاوۍ د زیاتېدو په اړه هم وپوښت، خو ویاند یې حکمت‌الله میوندي ځواب ورنه کړ.

دا لومړی ځل نه‌دی چې کابل مېشتي د برښنا له پرچاوۍ سر ټکوي، بلکې دا هغه ستونزه او نیوکه ده چې هر مهال یې یادونه کېږي ، خو د حل لپاره یې بنسټیز ګام نه‌دی پورته سوی.

سکون راډیو