چين د سمندري نفتو او ګازو سپړنې لپاره بېړۍ جوړه کړه چې لس زره متره د اوبو لاندې مزل کوي .

Dec 20, 2022 - 13:22
 12
چين د سمندري نفتو او ګازو سپړنې لپاره بېړۍ جوړه کړه چې لس زره متره د اوبو لاندې مزل کوي .
د چين د طبيعي زيرمو وزارت په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي، چې داسې يوه بېړۍ يې جوړه کړې ده، چې لس زره متره د اوبو لاندې فعاليت او مزل کولی سي، چې دنده يې د سمندري نفتو او ګازو سپړنه ده.
دغه بېړۍ چې پرمختللې ټېکنالوژي په کې کارول سوې ده، نهه دانې لابراتوارونه په کې جوړ سوي دي او کولی شي چې د سمندر له تله کاز او نفت استخراج او په هم دې کښتۍ کې دننه تصفيه سي.
د کښتۍ نورې ځانکړنې دا دي چې د بحيرو دننه د لوی او خطرناکو حيواناتو د مخېنوي ټېکنالوژي لري، ورځې - ورځې د اوبو لاندې کار کولی سي او بله دا چې د څارګرو الوتکو او نورو کښتيو څخه ځان پټولی سي.
سکون راډیو