کرنې وزارت: افغانستان به ډېر ژر د کرنې په برخه کې پر ځان بسیا سي

Jul 15, 2023 - 13:51
 9
کرنې وزارت: افغانستان به ډېر ژر د کرنې په برخه کې پر ځان بسیا سي

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ سرپرست وزیر وايي، افغانستان به ډېر ژر د کرنې په برخه کې پر ځان بسیا سي. نوموړي زیاته کړې، افغانستان باید له یوه وارداتي هېواده پر صادراتي هېواد بدل سي. د کرنې وزارت سرپرست زیاتوي، د وچکالۍ د مخنیوي په موخه دغه وزارت هڅې کوي چې اوبه په سمه توګه مدیریت کړي. عطاءالله عمري ټینګار کوي چې وار له مخه پر کرنیزو ځمکو د مراکشي ملخانو د یرغل مخنیوی کړی دی. تر دې مخکې ، د خوړو نړۍوال پروګرام په یوه راپور کې ویلي وو چې د دوامدارې وچکالۍ او پر کروندو د ملخانو د یرغل له امله به په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان د غنمو د محصولاتو کچه له ۳۰ تر ۳۵ سلنې را ټیټه سي.