ګوتیریش: د افغان نجونو د زده کړو ځنډول ټول هیواد ته زیان رسوي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګیو بندېدو په اړه اندېښنه ښودلې او یاده پرېکړه یې د ټول هیواد په زیان بللې ده.
انتونیو ګوتیریش د شنبې په ورځ اپرېل دوهمه (وري ۱۳) پر خپل ټویټر پاڼه د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو بندېدل له بشري حقوقو څخه نه توجیه کېدونکې سرغړونه بللې ده.
نوموړي زیاته کړې:"زه ډېر خواشینی یم چې تر شپږم پورته د نجونو ټولګي ځنډول شوي دي،دا له مساوي حقوقو څخه ښکاره نه توجیه کېدونکې سرغړونه ده چې د ټول هیواد په زیان ده."
د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي چې د افغان ښځو او نجونو له حقوقو څخه ملاتړ، ماشومان له لوږې او ټولنه له فقر څخه ژغوري.
که څه هم د اسلامي امارت د پوهنې وزارت ویلي و چې د نوي تعلیمي کال په لومړۍ ورځ به د نجونو او هلکانو پر مخ ټول ښوونځي پرانیستل شي، خو د پوهنې وزارت وروسته په یوې اعلامیې کې وویل چې د نجونو تر شپږم پورته ټولګي به تر امر ثاني پوري بند وي.
د اسلامي امارت د پوهنې وزارت په ښکاره د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو درسونو ځنډولو لپاره دوه دلیلونه وړاندې کړي دي.لومړی د شریعت مطابق د شرایطو برابرېدل او دوهم د افغاني دود او کلتور مطابق فضا رامنځته کېدل، خو د دغه معیارونو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
تر دې مخکې په دوحه کې د اسلامی امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي و چې د نجونو د ښوونځیو تر پرانیستلو مخکې باید ځینو «عملي ستونزو» ته رسیدګي وشي.
په افغانستان کې تر شپږم پورته د نجونو ټولګیو بندېدل له پراخو غبرګونونه سره مخ شول،د امریکا متحده ایالاتو، کاناډا، فرانسې، ایټالیا، ناروې او برتانیې په یوې ګډې اعلامیې کې د طالبانو دغه اقدام غندلی و او د اسلامي امارت يې غوښتي و چې خپل پرېکړه بیرته واخلي او د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.