یوې مرستندویه موسسې په خوست ولایت کې د لبنیاتو ۳۶ فابریکو سره د څوارلس میلیونه افغانیو په ارزښت د بریښنايي وسایلو مرسته کړې ده.

ددغه بنسټ مسوولین وايي، چې یاده مرسته د سویس هېواد له لوري د دغو فابریکو له څښتنانو سره سوې ده، څو د دوی کاروبارونه و غوړېږي او تر څنګ یې نورو خلکو ته هم د کار زمینه برابره سي.