ا.ا.ا: د پاکستان حکومت پر تذکرو افغانستان ته د افغانانو د پرېښودو موافقه کړې

ا.ا.ا: د پاکستان حکومت پر تذکرو افغانستان ته د افغانانو د پرېښودو موافقه کړې

په تورخم کې ا.ا.ا ویلي چې پاکستان موافقه کړې تر اختر پورې افغانان په تذکرو باندې افغانستان ته پرېږدي.

د ا.ا.ا تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د تورخم د کمیسار سیدغازي الله هاشمي په حواله راپور ورکړی چې پاکستاني چارواکو سره په اړیکه کې دي څو په صفري نقطه کې ستونزې په بشپړه توګه هوارې کړي.

پاکستان وروسته له هغه په تذکرو افغانستان ته د خلکو د پرېښودو سره موافقه کړې چې د راپورونو له مخې تېره شنبه یوه کس وروسته له هغه ځان تر ټریلر موټر لاندې کړ او ساه یې ورکړه چې پاکستاني پولیسو افغانستان ته نه‌پرېښود.

په تورخم کې د دې پېښې په اړه پخواني ولسمشر حامدکرزي خواشیني ښودلې او په خپل ټوېټر یې لیکلي چې په تورخم او سپين بولدک کې له افغانانو سره د پاکستاني ځواکونو ناوړه چلند غندي.