ترکيه له ۳۸۰ زيات نور افغان کډوال له خپلې خاورې باسي

Jul 6, 2022 - 08:41
 21
ترکيه له ۳۸۰ زيات نور افغان کډوال له خپلې خاورې باسي

د ترکیې د انادولیا رسمي خبري آژانس د راپورله مخې ۳۶۳ افغان کډوال د دې هېواد چارواکو استانبول ته لېږدولي چې له هغه ځایه یې افغانستان ته واستوي.

دغه افغان کډوال د ترکیې په ادیرنه ښار کې نیول شوي دي.

د راپور له مخې دغو افغانانو چې په غیر قانوني توګه یې په دې ښارکې ژوند کاوه، له همدې امله چې د استوګنې قانوني اجازه یې نه‌لرله، بېرته افغانستان ته لېږل کېږي.

خو دا نه‌دي ویل شوي چې دوی به کله افغانستان ته لېږل کېږي.

ترکیې په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.

د ثور په میاشت کې یې ۲۲۷ افغانان ایستلي و او هغه مهال یې ویلي وچې له غیر قانوني کډوالو سره به جدي چلند کوي.