ابراهيم رئيسي د مهسا اميني د وژلو د پلټنې ژمنه کړې

Sep 19, 2022 - 16:49
 4
ابراهيم رئيسي د مهسا اميني د وژلو د پلټنې ژمنه کړې

ایراني رسنیو پرون یکشنبه راپور ورکړی چې، د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د مهسا امیني له کورنۍ سره اړیکه نیولې او ژمنه یې کړې چې د دوی د لور د وژنې قضيه به څېړي.

مهسا امیني د سپټمبر په ۱۳مه ګشت ارشاد پولیسو ونیوله او درې ورځې وروسته په کوما حالت کې روغتون ته ورسول شوه او هلته یې ساه ورکړه.

د راپورونو له مخې هغه څو واره په سر وهل شوې وه او له همدې امله یې ساه ورکړې خو پولیسو ویلي چې د مهسا زړه درېدلی و.

په همدې حال کې راپورونه وايي، د سنندج خلکو د یکشنبې په شپه یو ځل بیا د دغې ځوانې نجلۍ د وژل کېدو په اعتراض کې سړکونو ته راووتل.

هغوی د «مرګ پر ديکتاتور» او «مرګ پر خامنه اي» شعارونه ورکول.