بایډن له ا ا ا د امریکا د ساختماني انجنیر د خوشې کېدو غوښتنه کړې

Jan 31, 2022 - 16:11
 12
بایډن له ا ا ا د امریکا د ساختماني انجنیر د خوشې کېدو غوښتنه کړې

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن پرون له ا ا ا د امریکا د برمته سوي ساختماني انجنیر او قراردادي د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

په کابل کې د مارک فریریکس په نوم د دغه امریکايي وګړي د برمته کېدو دوه کاله پوره سول.

ویل کېږي، دغه امریکايي وګړی ښايي په طالبانو پورې د تړلې ډلې، حقاني شبکې په ولکه کې وي، خو طالبانو په دې اړه تازه څه نه دي ویلي.

سپینې ماڼۍ پرون د ولسمشر بایډن په وینا ویلي، د امریکا د یوه بې ګناه وګړي خوندیتوب ته ګواښ پېښول د منلو وړ نه دي.

ولسمشر بایډن له طالبانو غوښتنه کړې، که تمه لري د مشروعیت ترلاسه کولو په اړه یې غور وسي، باید مارک ژر تر ژره خوشې کړي.

بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له طالبانو سره په هره کتنه کې د مارک فریرېکس د برمته کېدو قضیه یاده سوې او د هغه خوشې کېدل د امریکا لپاره له اصلي لومړیتوبنو دي.