ترکیې او قطر د کابل هوایي ډګر د چارو سمبالولو ته کمپنۍ مشخصې کړې

Dec 9, 2021 - 09:54
 2
ترکیې او قطر د کابل هوایي ډګر د چارو سمبالولو ته کمپنۍ مشخصې کړې

ترکیې او قطر هغه کمپنۍ مشخصې کړې چې ټاکل شوې ده د کابل د نړیوال هوايي ډګر د چارو د سمبالولو مسوولیت په غاړه اخلي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د قطر له دوه ورځني سفره تر ستنېدو وروسته خبریالانو ته وویل، دا کمپنۍ به له یو بل سره او همدا راز له طالبانو سره خبرې وکړي.

اردوغان دا هم وویل، که مناسب شرایط په تېره بیا امنیتي شرایط برابر وو، دا کمپنۍ به د کابل د هوايي ډګر د عملیاتي چارو پروسه پر مخ یوسي.

له ډېرې مودې راهیسې قطر او ترکیه له طالبانو سره د کابل د هوايي ډګر د چارو د پرمخ وړلو په اړه په تماس کې دي.

متحده عربي اماراتو هم د کابل د هوايي ډګر د عملیاتي چارو د تنظیمولو لپاره چمتووالی ښوولی و.