په موسی قلعه ولسوالۍ کې نهه ۹ پایې د تیلو پمپونه وتړل سوه
دهلمند ولایت د انحصاراتو ادارې له خوا د موسی قلعه په ولسوالۍ کې نهه پایې د تېلو پمپونه د تېلو د خراب کیفیت او لېټر د کموالي په خاطر بند سوه.
دیادي ادارې مسئول عابد وویل :چې د دوی تر څار او نظارت وروسته ورته جوته سوه چې د درې پمپونو د تېلو کیفیت ناسم او د شپږ نورو لېټر کم دی. نو په همدې اساس یاد پمپونه وتړل سوه.
دیادوني وړ ده چې د هلمند د انحصاراتو ادارې څه موده وړاندي د تېلو د پمپونو د څار او نظارت کمپاین شروع کړی دی ، چې پر بنسټ یې تر دامهاله په مرکز او ولسوالیو کې ګڼ شمېر د تېلو پمپونه تړل سوي دي او دا لړۍ لا هم دوام لري.