ملګري ملتونه: افغانستان کې د مېرمنو اوسني وضعیت ته اندیښمن یو

Dec 9, 2021 - 10:13
 5
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مېرمنو اوسني وضعیت ته اندیښمن یو

ملګرو ملتونو د نوي حکومت له راتګ وروسته د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په تړاو یو راپور خپور کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې ادارې په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې ډول ډول فشارونه مخ پر زیاتېدو دي.

سرچینه وایي چې دوی له زده کړو محرومې دي، دندو ته نه سي تللی، پر دوی د سفرونو بندیز دی او د حقونو پر وړاندې یې ګواښونه موجود دي.

یاده اداره ادعا کوي چې په افغانستان کې یې د ښځینه وو د حقونو په اړه دقیقه څېړنه کړې ده او د ملګرو ملتونو له مشرتابه غواړي چې په دې اړه یې دریځ پياوړی کړي.

بلخوا د افغانستان نوي حکومت بیا په ځلونو ویلي چې دوی د ښځو حقونو ته درناوی لري او هڅه کوي دوی ته د کار او زده کړو زمینه برابره کړي.

په ورته وخت کې امریکا وایي په افغانستان کې روان وضعیت خواشینوونکی دی، خو تر هغه چې دوی له هر څه ډاډه نه سي کنګل سوې شتمني نه ازادوي.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي، ټوماس ویسټ له یوې امریکايي رسنۍ سره په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د افغانستان په هره برخه کې له روان وضعیت خبر دي.

دده په خبره د خلکو له ناوړه اقتصادي وضعیت، د ماشومانو له خوارځواکۍ، د معاشونو له ځنډېدو، ښوونځيو او دندو ته د نجونو له نه تګ او نورو مسایلو خبر دي، خو تر هغه چې په افغانستان کې له هر څه ډاډه نه سي د کنګل سوې شتمنۍ ازادول او رسمیت پېژندلو پروسه به پيل نه سي.

د ويسټ په خبره دوی ډاډه نه دي چې نوی حکومت به د ښځو حقونو رعایت کړي کنه او همدا راز و به کړای سي کنه چې له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړي.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان اوسنی وضعیت بوږنوونکی دی او هر هغه څوک پرې ځورېږي چې له افغانانو سره همدردي لري، خو نړیواله ټولنه هم خپل شرایط لري چې باید عملي کړل سي.