هلمند کې د سردار ګل محمد خان صنعتي پارک ۳۰ سلنه چاري بشپړي سوي دي.

هلمند چي د افغانستان لسمه برخه تشکلیوي زراعتي ولایت او ډيري خلک یې په کرهڼي او مالداري بوخت دي تاز پکښي د یو ملي پانګوال حاجي محمد عیسي عمري له لوري د شاوخوا ۱۵ میلونو دالرو په ارزښت دصنعتي پارک د جوړیدو چاري پیل سوي دي.

Sep 30, 2022 - 17:30
Sep 30, 2022 - 17:32
 12
هلمند کې د سردار ګل محمد خان صنعتي پارک ۳۰ سلنه چاري بشپړي سوي دي.

هلمند چي د افغانستان لسمه برخه تشکلیوي زراعتي ولایت او ډيري خلک یې په کرهڼي او مالداري بوخت دي تاز پکښي د یو ملي پانګوال حاجي محمد عیسي عمري له  لوري د شاوخوا ۱۵ میلونو دالرو په ارزښت دصنعتي پارک د جوړیدو چاري پیل سوي دي.

یاد صنعتي پآرک  چی په ۱۲ سوه جریبه ځمکه کې جوړیږي د یوسل او پنځوس فابریکو ظرفیت لری، د دغه کال په جریان کې به شل فابریکی چی د اوسپنی، غوړیو، پنبي، پلاسټیک، پایپونو او په نورو برخو کې په فعالیت پیل وکړي چی خام مواد به تر پروسیس کیدو وروسته نورو ولایتونو ته صادرکړي.

هلمند کې د یاد صنعتي پارک موسس حاجی محمد عیسی عمری وایی چي د همدې صنعتي پارک په بشپړیدو سره به لس زره کسانوته دکار زمینه برابره سي.

عمري زیاته چي د صنعتي پارکونو جوړښت او رغیدل د هیواد او یو ولایت په اقتصادي کي مهم رول لوبولای سي.

د صنعتی پارک د یوې فابریکی څښتن حاجی تاج محمد د یاد صنعتی ښارګوټی په هکله وایی: چی دغه صنعتی پارک کې یې یوه فابریکه کې د دوه لکه اویا زره ډالره څخه تر دوه لکه نوی زره ډالره پانګونه کړیده .

نوموړی زیاته کړه چی یوې کارخانې کې به د څلورویشت ساعتونو په مودو کې د دیرش څخه تر شپیته کسانو کار کوی چی پدې سره به د غوړو د نرخونو کچه څو چنده راټیټه سی.

نوموړی پر نورو تجارانو هم ږغ وکړ چی په خپل هیواد کې دې پانګونه وکړی او فابریکي فعاله کړی .

 

د یاد صنعتی پارک یو بل پانګوال حاجی غلام محمد وویل: د اته لکه ډالرو په ارزښت یې یوه فابریکه جوړه کړیده چی پکښې پنبه ، کنجاره او صابون تولیدوی او په یاده کارخانه کې یې له ځان سره پنځوس کسان په کار بوخت کړیدی .

په ورته مهال بیا  د سوداګري او تجارت خوني رئیس غلام یحی پښتون سکون راډيو سره د مرکي پر مهال هلمند کې د صنعتی پارک جوړول ګټور وبلي او زیاته یې کړه چی د شخصی صنعتی پارکونو آسانتیا د دولتی صنعتی پارکونو په پرتله ښه ده او د هیواد اقتصاد جوړیدو کې رغنده رول درلودلي سي.

 

بل لور ته بیا په یاد صنعتی پارک کي په کار بوخت کاریګر خوښ دي  او وایی چي کاري فرصتونه ورته برابر سوي دي او له همدې لاري د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزي حل کوي او حلاله نفقه پیدا کوي.

هلمند کي داسي مهال د یو لوی او ستر صنعتي پارک د رغونې چاري په چټکي سره روانۍ دي چي له وړاندې هلمند غوندي ولایت کي چا د جوړیدو فکر او خیال هم نسو کولای ولي اوس پکۍ سلګونو کسانو ته کاري فرصتونه برابر سوي او راتلوونکي به هلمند د لویو او ستر فابریکو شاهد وي او دبهرنیو هیوادونو له احتاج او محتاجي څخه به خلاص وي.

محمد اسماعیل وفا

ســــکون راډیــو