د طالبانو رهبر: هغو افغانانو سره دې مرسته وسي چې 'د سیاسي او اقتصادي ستونزو په پلمه' بهر ته ځي.

Dec 8, 2021 - 12:44
 11
د طالبانو رهبر: هغو افغانانو سره دې مرسته وسي چې 'د سیاسي او اقتصادي ستونزو په پلمه' بهر ته ځي.

په داسې حال کې چې د افغان کډوالو په اړه نړۍ کې اندېښنې زياتې سوې د طالبانو مشر ملا هبت الله، بهر ته د تلونکو افغانانو په اړه خپلو واليانو ته ځينې لارښونې کړې دي.

نوموړي د هغو افغانانو په اړه اندېښنه ښودلې چې له هېواده وځی. ده له علماو ، له والیانو او له نورو مسولینو غوښتي چې دغه راز خلکو سره وګوري او د ستونزو لپاره یې د حل ممکنه لارې ولټوي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد چې دغه لارښود پر خپله ټوټېر پاڼه خپور کړی پکښې راغلي دي، هغه افغانان چې د سياسي يا اقتصادي ستونزو په پلمه له هېواده د وتلو هڅه کوي او ځينې يې غواړي له کوچنيانو او ښځو سره لوېديځ ته ولاړ سي د بېلابېلو دلایلو له مخې له يو شمېر امنيتي، اخلاقي او نورو بشري ستونزو سره مخ کېږي.

ده ویلی دغه کسان د لارې په اوږدو او په کمپونو کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ کېږي چې هغه د دوی د خپلوانو او په لویه کې د ټولو افغانانو د خپګان سبب ګرځي.