د سیخ ګول پر صادراتو ۱۰ سلنه محصول لیرې کړل سو

د طالبانو په مشرۍ د افغانستان مالیې وزارت د سیخ ګول پر صادراتو ۱۰ سلنه محصول لیرې کړی دی.
د مالیې وزارت مسؤلینو ویلي د دې لپاره چې بهر ته په افغانستان کې د تولید شوي سیخ صادراتو ته لاره اواره او د اوسپنې ویلې کولو شرکتونه له مالي پلوه په ځان بسیا شي، مالیي وزارت پرېکړه کړې چې د سیخ ګول پر صادراتو ۱۰ سلنه محصول لیرې کړي.
مالیې وزارت دغهشان له پاکستان سره هوکړه کړې چې دغه هېواد به هره میاشت په افغانستان کې تولید شوی زر ټنه ګول سیخ واردوي او هر ټن به له ۱۰ سلنه محصول پرته د ۹۰۰ امریکایي ډالرو په بدل کې پېري.
دا په داسې حال کې ده چې وړاندې تر دې یو ټن ګول سیخ په ۳۰۰ امریکایي ډالرو ګاوڼډیو هېوادونو ته صادرېده او وروسته بیا دا صادرات د صنعتکارانو د غوښتنې پر بنسټ بند شول.