د هلمندولایت د کلیو د بیارغوني او پراختیا سرپرست ریس معرفت غونډه ترسره سوه.
د هلمند ولایت د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست د سرپرست ریس معرفت غونډه ترسره سوه.
تیره ورځ ناوخته د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست په انګړ کې د همدی ریاست د نوي سرپرست ریس د معرفت په موخه غونډه ترسره سوه.
په یاده غونډه کې د مرکز څخه راغلي د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخندزاده، د ولایتي اداري چارواکو او د همدي ریاست کارکوونکو برخه اخیستي وه، د غونډي پر مهال د کلیو د بیارغوني او پراختیا د سرپرست وزیر لخوا ملا محمود (ثاني ) د هلمند ولایت د کلیو بیارغونی او پراختیا ریاست د سرپرست ریس په توګه معرفي سو.
دا معرفت غونډه داسي مهال ترسره کیږي چي پدي وروستیو کې د اسلامی امارت له لوري بیلابیلو ادارو ته نوي سرپرست ریسان معرفي سوي دي.