دبیلابیلو قومونو استازو د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان اونظامي مسؤلین وستایل
دبیلابیلو قومونو استازو د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان اونظامي مسؤلین وستایل
په همدې ویاړ جوړه سوی غونډه کي د هلمند والي الحاج محمد ولي عليزي، د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان تورن جنرال سمیع سادات، امنیه قومندان سمونوال خالد وردګ ګڼو نورو امنیتي مسؤلینو او د بیلابیلوقومونو استازو برخه لرل.
جوړه سوې غونډه کي قومي مشرانو د خپلو خبرو پر مهال د ۲۱۵ ميوند قول اردو د قوماندان تورن جنرال سمیع سادات ستاینه وکړه چي د وسله والو طالبانو سره يې په جګړه کي له ځانه وړتيا ښودلې هغوۍ ته یې د هوائي او ځمکني ځواک په مټ درنه مرګ ژوبله اړولې، او د امنيتي ځواکونو تر منځ يې ښه همږغۍ را منځته ته کړې او هم يې د هري جګړي پر مهال هوایي ځواک چمتو کړی او جګړي ته یې لیږلی چي دده دا ميړانه د ستاينې وړ ده تر څنګ يې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ او سرښندني وستایل.
قومي مشرانو د هلمند د والي الحاج محمد ولي عليزي د کړنو او فعاليتونو هم مننه او ستاینه وکړه چي د غوره مدیریت او ښه همغږۍ په پایله کي يې امنيتي ځواکونه د دښمن پر وړاندي په قاطع ډول وجنګېدل.
هلمند والي الحاج محمد ولي علیزي د خپلو خبرو پر مهال وويل هلمند کي امنیتي او دفاعي ځواکونه په خورا میړانه او د سر په بیه جنګيږي او ښمن یې سخت او مرګوني تلفات اړولي دې همدا راز يې زیاته کړه د هیواد د جمهور رئيس محمد اشرف غني سره یې نن ددې ولایت پر امنیتي وضعیت خبري کړي چې ډیر ژر به د يو نوي پلان له مخي ډیری ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندي راولي.
د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان تورن جنرال سمیع سادات د خپلو خبرو پر مهال وویل د ګريشک ولسوالۍ تر څنګ یې په نورو ولسوالیو کي هم په هوایي بریدونو کي وسله والو طالبانو ته سخت تلفات اړولي
د غونډي په وروستیو کي د بیلابیلوقومونو غړو د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان تورن جنرال سمیع سادات ته د هغه د ښه لاسته راوړنو په موخه د ویاړ بګرئ ور پر سر کړه