طالبان: د کابل ټایمز خبریال سید راشد کاشفي د وهل ټکولو موضوع څېړو

Dec 13, 2021 - 10:47
 3
طالبان: د کابل ټایمز خبریال سید راشد کاشفي د وهل ټکولو موضوع څېړو

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند انجنیر عزام نن رسنیو ته ویلي، دوی د خبریالانو خوندیتوب ته ژمن دي.

دی زیاتوي: "د کابل ټایمز د خبریال سید راشد قضیه تر څېړنې لاندې ده، د افغانستان اسلامي امارت د رسنیو او خبریالانو خوندیتوب ته ژمن دی، د رسنیو او خبریالانو په وړاندې هېڅ ډول تاوتریخوالي ته اجازه نه‌ورکوي."

سید راشد کاشفي پرون شنبه په کابل کې د طالبانو له‌خوا توقیف او وهل شوی دی.

د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې یوه مسؤل حجت‌الله مجددي ویلي، دا خبریال په مرکزي سیلو کې د یوه پروګرام د وېډیو اخیستنې پر مهال نیول شوی او بیا وهل شوی دی.

مجددي رسنیو ته د ښاغلي کاشفي د وهلو انځورونه هم لېږلي چې پر بدن‌یې تغمې له ورایه ښکاري.