افغانستان ته د اروپايي ټولني د مرستو لسمه بسته راورسیده.

Dec 13, 2021 - 10:42
 5
افغانستان ته د اروپايي ټولني د مرستو لسمه بسته راورسیده.

اروپايي ټولنې خبر ورکړی چې له افغانستان سره د دې ټولنې د مرستې ۱۰مه بسته پرون د لیندۍ په ۲۱مه کابل ته ورسېده.

د اروپايي ټولنې د مرستې دا جوپه د هوايي دهلېز له لارې افغانستان ته استول شوې ده.

د بحران په چارو کې د اروپايي ټولنې کمېشنرې نز لینار چیچ بېګا پر ټویټر ولیکل چې په دې بسته کې ۲۸۰ ټنه خواړه، درمل او د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د علاج اړوند تجهیزات شامل دي.

مېرمن لینارچیچ زیاتوي چې اروپايي ټولنه به تل د افغانانو ترڅنګ ودرېږي.

له دې مخکې نړیوال بانک له افغانستان سره د مرستې د صندوق له کنګل شویو پیسو څخه د ۲۸۰ ملیون ډالرو د ازادولو خبر ورکړ.

تمه ده چې دا پیسې به د خوړو د نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) او د ملګرو ملتونو د ماشوم د مرستې صندوق یونېسف ته ورکړل شي.

ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان د ژور بشري بحران له ګواښ سره مخامخ دی او اقتصاد یې د سقوط پر مورګه ولاړ دی.