دبست زون د اتلو کلبونو تر منځ په هلمند کی نن دوې سیالۍ تر سره سوي.

Dec 13, 2021 - 10:28
 10
دبست زون د اتلو کلبونو تر منځ په هلمند کی نن دوې سیالۍ تر سره سوي.
دبست زون د اتلو کلبونو تر منځ په هلمند کی نن دوې سیالۍ تر سره سوي.

 لومړی لوبه د هلمند شعیب خان او ارزګان سیلاني اتلان کلبونو تر منځ تر سره سوه. د لوبې پچه هلمند شعیب خان لوبډلمشر وکټل د توپ وهني فیصله یې وکړه. هلمند لوبډلې په ۲۵ اورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځیدو ارزګان لوبډلې ته ۱۴۱ هدف کېښود. د هلمند لوبډلې لپاره عبدالواجد ۲۸ او عبدالحکیم ۲۱ منډي جوړي کړي. د ارزګان لوبډلې لپاره شفیع الله ۳ عزت الله ۲ او عبدالباقي ۲ لوبغاړي وسوځول . ورپسي ارزګان سیلاني اتلانو توپ وهنه پیل کړه په ۲۳ اورونو کي د ۱۰ لوبغاړو په سوځیدو ۹۵ منډي جوړي کړي. رحیم الله ۴۲ فریدالله ۱۳ منډي جوړي کړي. د هلمند شعیب خان لوبډلې لپاره جان اغا ۶ او خالدارین ۲ لوبغاړي وسوځول. هلمند شعیب خان لوبډلې په ۴۵ منډو په توپیر سره لوبه وګټل. دلوبې غوره لوبغاړی جان اغا ونومول سو.

دوهمه لوبه د زابل مرغه والا او هرات باستان کلبونو تر منځ تر سره سوه . دلوبې پچه زابل مرغه وال لوبډلمشر وګټل او د توپ وهني فیصله یې وکړه. زابل مرغه وال کلب په ۲۵.۲ اورونو کي د ۱۰ لوبغاړو په سوځیدو هرات لوبډلې ته یې ۱۳۷ منډو هدف ورکړ. زابل لوبډلې لپاره احمدضیا ۲۹ محمدیونس ۲۸ منډي جوړي کړي.د هرات لپاره محمدعلي ۴ عبدالله تره خیل ۲.لوبغاړي وسوځول. ورپسي هرات باستان لوبډلې په ۲۴.۱ اورونو کي د ۱۰ لوبغاړو په سوځیدو ۱۲۴ منډي جوړي کړي. دهرات لپاره عبدالباري محمدي ۳۳ عبدالله تره خیل ۲۶ منډي جوړي کړي. د زابل لپاره منظور احمد ۳ احمدولي ۲ لوبغاړي وسوځول او لوبه یې د۱۲ منډو په توپیر سره له هرات لوبډلې څخه وګټل. دلوبې غوره لوبغاړی د زابل مرغه وال لوبغاړی احمد ولي ونومول سو.