له پاکستان خاورې افغانستان کې د امریکا د احتمالي عملیاتو راپورونو طالبان غوسه کړي

Oct 24, 2021 - 22:07
Oct 24, 2021 - 22:08
 8
له پاکستان خاورې افغانستان کې د امریکا د احتمالي عملیاتو راپورونو طالبان غوسه کړي

طالب چارواکي هغه راپورونو غوسه کړي چې ګنې امریکا او پاکستان پر دې هوکړه کوي چې د متحده ایالاتو هوايي او استخباراتي دستګاوې د پاکستان له خاورې په ګټې اخیستنې سره، افغانستان کې عملیات وکولای شي.

د طالبانو حکومت دغو راپورونو ته په اشارې وايي، که داسې یوه هوکړه وشي، پایلې به‌یې د هېڅ‌چا په ګټه نه‌وي. د دوی په وینا، پر افغان خاوره هېڅوک د برید اجازه نه‌لري.

سي‌اېن‌اېن د شنبې په ورځ یوه راپور کې د یو شمېر امریکايي چارواکو له قوله ولیکل، امریکا او پاکستان پر دې موضوع هوکړې ته نږدې شوي چې امریکايي الوتکې د پاکستان له حریم په افغانستان کې هوايي او اطلاعاتي عملیات کولای شي.

د طالبانو د حکومت د رسنیز ټیم غړي بلال کریمي وویل: "فکر کوم دا خبره پاکستاني چارواکو رد کړې، خو که بیا هم داسې کومه خبره وي د هېڅ‌چا په ګټه نه‌ده. افغانستان د افغانانو کور او ملکیت دی، ځمکه او فضا یې د افغانانو ده. که بیا هم په نظر کې نیول کېږي، پایلې به‌یې نه د افغانانو او نه هم د هغه چا په ګټه وي چې تجاوز کوي."

پاکستاني چارواکو هم پرون رسنیو ته وویل، تر اوسه د پاکستان له خاورې په افغانستان پوځي عملیاتو ته د اجازې په اړه هوکړې نه‌ده شوې.

د پاکستان د اطلاعاتو د وزیر فواد چوهدري له قوله، امریکا د افغانستان په اړه خپله تګلاره لري، خو دوی یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پوره ملګري دي.

هغه څه چې پاکستان هم اوس او هم په تېره کې رد کړي دي.