لښکرګاه کې د شفري نسخو د لیکلو په تړاو دوه معاینه خانې وتړل سوې.

Dec 7, 2022 - 12:33
 25
لښکرګاه کې د شفري نسخو د لیکلو په تړاو دوه معاینه خانې وتړل سوې.

لښکرګاه کې د شفري نسخو د لیکلو په تړاو دوه معاینه خانې وتړل سوې.

نن چهارشنبه د هلمند ولایت عامي روغتیا ریاست د قوانینو د صحي بررسۍ مدیرېت له لوري د شفري نسخو د لیکلو په تړاو دوې معاینه خانې وتړل سوې.

د عامي روغتیا رئیس ډاکټر سید احمد سعید په هدایت د قوانینو د صحي بررسۍ مدیر ډاکټر یار محمد همدرد او ورسره د بررسۍ ټېم په لښکرګاه ښار کې د شفري نسخو لیکلو په تړاو د ډاکټري ملحې نورزۍ او حاجیه سید سادات فخري معاینه خانې لاک و مهر کړل.

د یاد ریاست له لوري څو ځله د ټولو خصوصي روغتونونو او معاینه خانو ډاکټرانو ته خبر ورکول سوی چې په خپلو روغتونونو او معاینه خانو کې د شفري نسخو لیکلو څخه ډډه وکړي خو بیا هم د یادو معاینه خانو ډاکټرانو د یاد امر څخه سرغړونه کړې وه چې معاینه خانې یې تر نامعلومي نېټې پوري وتړل سوې.

د برسۍ مدیر ډاکټر یار محمد همدرد وویل: بیا هم د ټولو خصوصي روغتونونو او معاینه خانو ډاکټر صاحبانو ته په جدي ډول خبر ورکول کيږي چې د شفري نسخو د لیکلو څخه لاس واخلي او د سرغړوني په صورت کې یې روغتونونه او معاینه خانې د قوانینو بررسۍ ټیم لخوا تړل کیږي.

دا په داسي حال کې ده چي تر دې مخکې د عامي روغتیا د ریاست له لوري ټولو روغتیا پالانو ته د شفری نسخو په هکله د بندیز خبر ورکول سوي وو.

سکون راډیو