معلوماتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ او افغانستان کې په دې تړاو اندېښنې

Sep 29, 2023 - 11:03
 11
معلوماتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ او افغانستان کې په دې تړاو اندېښنې

د ا.ا  له بیاواکمنېدو وروسته د حقونو د فعالانو نیونو او ځورونو تر څنګ رسنوالو ته هم د ستونزو د ډېرېدو په اړه اندېښنې ښودل کېږي. له همدې امله د خبریالانو د ملاتړ نړیوالو ټولنو په وار وار مالوماتو ته د لاسرسي د سختېدو په اړه هم خواشیني څرګنده کړې، چې نن یې نړیواله ورځ هم نمانځل کېږي.

ملګري ملتونه مالوماتو ته لاسرسی د خلکو یو بنسټیز بشري حق بولي، خو په افغانستان کې خبریالان وايي، چې د طالبانو په واکمنۍ کې مالوماتو ته لاسرسی پرلپسې کم شوی او رسنۍ له سختو بندیزونو سره پکې مخامخ دي.

خو طالبان دا څرګندونې ردوي. د ملګرو ملتونو روزنیزې، علمي او کلتوري ادارې (یونېسکو) په ۲۰۱۵ کال کې د سپتمبر ۲۸مه مالوماتو د لاسرسي نړیواله ورځ ونوموله. د ملګرو ملتونو مسوولین مالوماتو ته لاسرسی له بنسټیزو بشري حقونو یو بولي او په وینا یې د قانون حاکمیت او له نورو بشري حقونو د برخمن کېدو لپاره هم اړین دی.

د ملګرو ملتونو په وینا سږ کال مالوماتو ته د لاسرسي لړ کې هڅه کېږي چې د الیکټرونیکي حکومتولۍ او مصنوعي ذکاوت ګټو تر څنګ معلوماتو ته د لاسرسي لړ کې د دې دواړو د خطرونو په برخه کې خبرې وشي. خلک ډېری مالومات له رسنیو ترلاسه کوي، ځکه نو خبریالان اړ دي چې له چارواکو مالوت ترلاسه او تر خلکو پورې یې ورسوي.