نوي کال کې به نور د ناګورنو قره‌باغ په نامه جمهوریت نه وي

Sep 29, 2023 - 07:55
 19
نوي کال کې به نور د ناګورنو قره‌باغ په نامه جمهوریت نه وي

د ناګورنو قره‌باغ د بېلتون‌پالو مشر رسماً د بشپړې خپلواکۍ لپاره خپله مبارزه پای ته ورسوله.

ساموېل شاهرامانیان په یوه فرمان کې ویلي چې د روان میلادي کال پای کې به د ناګورنو قره‌باغ جمهوریت په نوم نور څه نه وي.

لس ورځې وروسته له هغه چې اذربایجاني ځواکونو په یوه ناڅاپي پوځي برید کې د ناګورنو قره‌باغ پاتې ټولې سیمې ونیولې، د دغې سیمې د بېلتون غوښتونکو د مشر ساموېل شاهرامانیان په لاسلیک یو فرمان خپور شو.

په دې فرمان کې راغلي چې د روان میلادي کال په پای ته رسېدو به رسماً د ناګورنو قره باغ جمهوریت له منځه ځي.ر

"له ناګورنو قره‌باغ د ارمنیانو وتل د اذربایجان د قومي تصفیې د پالیسۍ له مخې دوام لري. د وضعیت تحلیل ښیي چې په راتلونکو ورځو کې به یو ارمنی هم په ناګورنو قره‌باغ کې پاتې نشي. دا د قومي تصفیې یو عمل دی".

خو اذربایجان ویلي قره‌باغ کې مېشتو ارمنیانو خوندیتوب ته ژمن دی.

ناګورنو قره‌باغ د اذربایجان په منځ کې د دغه هېواد یوه سیمه ده چې درې لسیزې وړاندې ارمنیانو ونیوله او خپلواکه اداره یې رامنځته کړه، خو هېڅ هېواد ان ارمینیا هم په رسمیت ونه پېژنده.