د ایران بهرنیو چارو وزارت چارواکی: افغانستان کې پر ټولګډوني حکومت ټینګار د خیر - ښېګڼې پر بنسټ کېږي

Sep 29, 2023 - 07:49
 6
د ایران بهرنیو چارو وزارت چارواکی: افغانستان کې پر ټولګډوني حکومت ټینګار د خیر - ښېګڼې پر بنسټ کېږي

د ایران بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي په روسیه کې د (مسکو فارمټ) په نامه د سیمې هېوادونو غونډې په درشل کې ویلي، په افغانستان کې د ټولشموله حکومت په تړاو د خیر، ښېګڼې یو نظر شته.

د ایران بهرنیو چارو وزارت کې د لوېدیځې اسیا چارو مدیر او مرستیال وزیر رسول موسوي له جامجم خبري شبکې سره مرکه کې په دې هکله وویل: ''دا چې د افغانستان ګاونډیان، سیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه په افغانستان کې پر ټولشموله حکومت ټینګار کوي، لامل یې دا دی چې د افغانستان تاریخي تجربه ښيي چې یو قوم په یوازې سر نه شي کولای د هېواد ټولو وګړو لپاره امنیت تامین کړي او له همدې کبله شخړې رامنځته شوې دي.''

د یادونې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي، د روسیې په بلنه د مسکو جوړښت (مسکو فارمټ) په نامه سیمه ییزه غونډه کې د ګډون په موخه روسيې ته تللی دی. دغه ناسته د را روانې جمعې په ورځ د روسیې په کازان ښار کې کېدونکې ده.

بل لور ښاغلي موسوي د افغانستان په تړاو د سیمې هېوادونو غونډو په هکله ویلي: ''ایران تل چمتووالی ښوولی چې که د افغانستان هر ګاونډی په خپل نوبت سره د داسې غونډو ترسره کولو امکان نه لري، د ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی، داسې غونډې ترسره کړي.''