نن په ټول افغانستان کې د کانکور ازموينه پيليږي

Oct 5, 2022 - 17:53
 16
نن په ټول افغانستان کې د کانکور ازموينه پيليږي

د لوړو زده کړو وزارت وايي، په ټول افغانستان کې به د سږ کال د کانکور ازموینه د تلې میاشتې پر ۱۳مه، ۱۴مه او ۱۵مه دوام کوي.

د لوړو زده کړو وزارت د امتحانونو ملي ادارې د سرپرست عبدالقدیر خموش په وینا راپور ورکړل شوی، چې د سږ کال په کانکور کې به د دوولسمو ټولګیو نږدې ۱۴۵زره فارغان برخه واخلي، چې له دې ډلې به ۸۰زره د لوړو زده کړو په موسسو کې جذب شي.

تر دې مخکې د امتحانونو ملي ادارې ویلي وو، چې د ۱۴۰۱ل کال کانکور به د وږي/ سنبلې تر پایه واخیستل شي، خو دغه ازموینه تلې/ میزان میاشت ته وځنډول شوه.