په اروزګان کې د روغتیا نړیوال سازمان په مالي مرسته لس روغتیايي مرکزونه پرانستل سوي دي.

Apr 2, 2023 - 17:33
 3
په اروزګان کې د روغتیا نړیوال سازمان په مالي مرسته لس روغتیايي مرکزونه پرانستل سوي دي.
د اروزګان د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمدالله روحاني ویلي چې دغه مرکزونه د اروزګان په چورې، چنارتو، چهارچینو، خاص اروزګان او دهراوود ولسوالیو کې جوړ سوي دي.
د اروزګان ولايت د عامې روغتيا ریيس زياته کړه، چې د يادو مرکزونو په پرانيستلو سره به د خوارځواکۍ، نسايي او ولادي ناروغانو د درملنې، عمومي درملو، جراحۍ او رواني مشورې اسانتياوې رامنځته سوې دي.
سکون راډیو