افغانستان کې درندې واورې له کبله د سالنګونو لار د ترافیکو پرمخ تړل سوې

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مسؤلین وايي، د درندې واورې وریدو او سخت طوفان له امله د سالنګونو لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل سوې ده.
د دغه ریاست مشر عبیدالله عبید نن شنبه خبریالانو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د تیرې شپې راپدېخوا په شمالي سالنګ کې درنده واوره او جنوبي سالنګ سخت طوفان دوام لري.
ښاغلي عبید زیاته کړه چې پر دغه لار د انساني مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره، هغوی تیره شپه دغه لار د ټولو تلونکو موټرو پر مخ تړلې ده.
ویل کیږي چې د دغه لارې پر سر سلګونه بند پاتې مسافر د یاد ریاست د مسؤلینو لخوا خوندي ځایونو ته انتقال سوي دي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مسؤلینو له خلکو څخه غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې پر دغه لار له تېرېدو څخه ډډه وکړي. او ټینګار کړی چې په جنوبي سالنګ کې د تند طوفان له درېدو سره به د دغه ریاست کار کوونکي د لارې د پاکېدو کارونه پيل کړي.
د افغانستان د فواید عامې وزارت وایي چې اوس مهال د هیواد څو لارې د ترافیکو پر مخ تړل سوي دي.یاد وزارت وايي چې دوی هڅه کوي چې دغه لارې بیرته د ترافیکو پرمخ خلاصي کړي.